د کورني تاوتریخوالي قرباني رضوانه چې له ۳ میاشتو راهیسې په عمومي روغتون کې تر درملنې لاندې وه، اوس یې تګ پیل کړی دی.
باغي ټي وی رپورټ
د رضوان د علاج لپاره د جوړ شوي ميډيکل بورډ مشر پروفېسر جودت سليم له جيو سره خبرو کې وويل چې د رضوان ۹۰ فيصده علاج بشپړ شوی او اوس يې تګ هم شروع کړی دی.
د پروفېسر جودت سليم په وينا د رضوانې زخمونه تر ډېره ښه شوي خو د هغې د بازو سرجري لا نه ده شوې او ارتوپيډک لا تر اوسه د بازو د جراحي لپاره نېټه نه ده ورکړې.
هغه زياته کړه، امکان لري چې رضوانه به ډېر ژر له روغتونه رخصت شي، له روغتون څخه تر رخصتېدو وروسته به رضوانه په لاهور کې ساتل کېږي.