په نړیوال بازار کې د خامو تېلو بیه دوه سلنه نوره هم رالوېدلې ده.

0
64

باغي ټي وی رپورټ

سعودي ارامکو چې په نړۍ کې د تېلو تر ټولو لوی صادرونکی دی، د نومبر میاشتې لپاره د خامو تېلو بیه لوړه کړې ده.

کارپوهان وايي چې د ارامکو بیې به د ایران، کویټ او عراق د تیلو پر بیو هم اغیز وکړي.

بايد يادونه وشي چې د خامو تېلو د بيې ټيټوالى د نړيوال اقتصاد د سستوالي او د تقاضا د کمښت په اړه د اندېښنې له امله دى.

کارپوهان په دې اند دي، چې که په نړيوال بازار کې دا لړۍ همداسې دوام وکړي، نو په پاکستان کې به د يو لېټر په بيه کې واضح کمښت راشي.

Leave a reply