سرګودها کښې د قتل د مقدمې اورېدنې دوران ملزم د عدالت په کوټه کښې په ډزو وژلے شوے دے۔

باغي ټي وی رپورټ
تورن قاتل د وکیل په جامه کې راغی او د ټولو په وړاندې یې تورن امانت علي په ډزو وواژه.
د تورنو کسانو له ډزو وروسته د محکمې کارکوونکو سمدستي اقدام وکړ او بریدګر یې ونیول او پولیسو ته یې وسپاره.
نیول شوي تورن بیان کې ویلي، چې وژل شوي امانت زما د تره زوی وژلی او بهر ته تښتېدلی، د غچ اخیستلو لپاره یې وژلی دی.
د پوليس ترمخه سرګودها کښې د ايريا مجسټرېټ عمران هارون په عدالت کښې د قتل کيس سماعت روان وو چې په مهال ملزم د وکيل په روپ کښې په پښه تړلې تومانچه راواخستله او مخالف په ډزو اووژلو۔
د پوليس وينا ده چي د مقتول امانت علي په ضد د قتل مقدمه درج کړے شوي وه او نن د ثبوتونو ريکارډ کولو لپاره د عدالت عملے ملزم په موقع نيولي دي۔
په عدالتونو کې د مقدمو اورېدنه وځنډول شوه، ملزم ويلي چې هغه وکيل نه دی، د خپل تره د وژنې غچ اخيستلو لپاره يې ملزم امانت وژلی دی.






