جان کربي: له طالبانو سره د اړیکو عادي کول ستونزمن کار دی

موږ دوی د خپلو ژمنو په اړه حساب ورکوو.” څو کاله وړاندې طالبانو د یوې هوکړې له مخې له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له امریکا سره ځینې ژمنې وکړې.
د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو ساتل، له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول، د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو ته درناوی او د یوه ټول شموله حکومت جوړول هغه څه دي چې دغې ډلې له امریکا سره ژمنه کړې ده.
(2023 / 10 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکايي چارواکو په افغانستان کې د طالبانو د رژیم د رسمي پېژندلو په اړه په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې له دې ډلې سره د اړیکو عادي کول ستونزمن دي.
جان کربي د سه شنبې په ورځ (د میزان ۱۱ مه) په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې امریکا له طالبانو سره د خپلو ژمنو حساب ورکوی. هغه زیاته کړه: “له طالبانو سره د اړیکو عادي کول ستونزمن کار دی.”
موږ دوی د خپلو ژمنو په اړه حساب ورکوو.” څو کاله وړاندې طالبانو د یوې هوکړې له مخې له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له امریکا سره ځینې ژمنې وکړې.
د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو ساتل، له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول، د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو ته درناوی او د یوه ټول شموله حکومت جوړول هغه څه دي چې دغې ډلې له امریکا سره ژمنه کړې ده.
اړوند موضوعات:
جان کربي تېره میاشت هم ویلي وو چې امریکا اوس مهال د طالبانو د پېژندلو کوم پلان نه لري.