د پاکستان څخه په خپله خوښه زیات شمیر کورنې واپس افغانستان ته تللي دي

0
84

باغي ټي وی رپورټ

د تورخم سرحدي سرچینې وايي، په تېرو دوو ورځو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د مېشتو افغانانو تر ۳۰ ډېرې کورنۍ شاملې دي، په خپله خوښه د تورخم له لارې افغانستان ته واپس شوي دي او خپلو کورونو ته رسیدلي دي.

د تورخم له لارې افغانانو په خپله خوښه خپل هېواد افغانستان ته ستنېدل پیل کړي دي.

ياده دې وي چې تيره ورځ په اسلام اباد کې وفاقي حکومت د اپیکس کميټۍ په غونډه کې فيصله کړې وه چې په پاکستان کې په غير قانوني توګه ميشت افغان اتباعو او نورو بهرنيو اتباعو ته د اکتوبر تر ۳۱مې نېټې پورې له پاکستانه د وتلو مهلت ورکړی شوی دی او دې نیټې پس به هیڅ کوم د بهرني هیواد وګړی ته اجازه ور نه کړل شي چې په ناقانونه توګه په پاکستان کښې وخت تیر کړي .

Leave a reply