د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د پخواني مشر عثمان ډار لخوا د نهم مئ د سانحې ذمه واري د پي ټي آئي په چيرمين باندې اچولو په اړه د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) غبرګون مخې ته راغلی دی.

0
95

باغي ټي وي رپورټ

د پي ټي ائي وياند شعيب شاهين د عثمان ډار په بيان رد عمل کښې وئيلي دي چې د عثمان ډار نن ناڅاپه ظهور د اعظم خان ناڅاپه ظهور او د هغه د ورکيدو نه پس 164 درجې بيان ته ورته دے.

د جيو نيوز پروګرام عج کښې له شاهزيب خانزاده سره د خبرو په وخت هغه وويل که عثمان ډار په خپله خوښه بيان ورکول غوښتل نو دومره ورځې ولې غير حاضر وو؟

هغه زياته کړه، چې که د مې د نهمې نېټې په پېښو خواشيني و او يا يې بل ډول چلند درلود، نو ولې يې پر کور بريد وشو او مور يې ولې ځورول شوه؟

د پي ټي ائي وياند ووئيل عثمان ډار ډېر برداشت کړے خو د برداشت هم يو حد وي۔

بل اړخ ته د پي ټي آئي ترجمان مولانا فضل الرحمان د مسلم ليګ نون اسلامي ترجمان بللي او وئيلي دي چي مولانا فضل الرحمان د مسلم ليګ ن د خواهشاتو اظهار کوي۔

هغه وويل مولانا ته دا مناسبه نه ده چې دا بيان ورکړي چې انتخابات دې ناوخته کيږي، دا سلوک د هيڅ يو سياستوال سره تعلق نه لري، هغه خپل عمل ويني، که انتخابات نه کيږي نو سېنټ او پارليمنټ دې وشي. لغوه شوی

د پي ټي آئي وياند شعيب شاهين وئيلي دي چي صدر بايد د انتخاباتو لپاره واضحه نيټه اعلان کړي۔

ياده دې وي چې د پي ټي ائي مشر عثمان ډار له ګوند او سياست څخه د استعفا اعلانولو پر مهال ويلي وو چې د مې د نهمې نېټې د بريدونو موخه پر پوځ فشار راوړل او د پوځ مشر جنرال عاصم منير له دندې لرې کول وو.

د تحريک انصاف مشر عثمان ډار نجي ټي وي سره په مرکه کښې د پارټۍ چيئرمېن عمران خان خلاف چارج شيټ وړاندې کړے او وئيلي ئې دي چې د نهم مئي پيښې په زمان پارک کښې د پي ټي آئي چيئرمېن په مشرۍ کښې منصوبه شوې وې۔

ده ووئيل چې د پي ټي آئي چيئرمېن د پوځ سره د تصادم پاليسۍ خپله كړې

Leave a reply