د پاکستانۍ روپۍ ارزښت د امریکايي ډالر په مقابل کې د ثبات په لور روان دی.

0
93

باغي ټي وي رپورټ

دکاري ورځې دپيل څخه وروستو په انټر بينک کې دامريکا ډالر ارزښت کم شوى اؤ ډالر په 1 روپۍ 7 پيسې 284 روپۍ 65 پيسې ته راټيټ شوى دى.

د تېرې کاروباری ورځې په پای کې د ډالر انټربینک نرخ ۲۸۵ روپۍ ۷۲ پېسې وو.

بلخوا په پاکستان سټاک ایکسچینج کې د کاروبار مثبت رجحان لیدل کیږي او ۱۰۰ انډیکس د ۱۰۷ پوائنټونو زیاتوالي سره په ۴۶۸۶۴ کې دی.

ياده دې وي چې د وفاق او صوبايي حکومتونو لخوا د ډالرو د سمگلنګ او په غيرقانوني توگه د خرڅلاو په ضد د گامونو اخستو وروستو امريکايي ډالر تر دې دمه د خپلې لوړې کچې څخه د 20 روپو څخه زيات کم شوى دى.

Leave a reply