ذ،م: پاکستان باید د افغانانو په اړه په خپله پرېکړه له سره غور وکړي

ذ،م: پاکستان باید د افغانانو په اړه په خپله پرېکړه له سره غور وکړي
په وروستۍ پرېکړه کې د پاکستان حکومت غیر قانوني کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې وخت ورکړی چې له هېواده ووځي.
د پاکستان د کورنیو چارو موقت وزیر ویلي دي چې که دغه مهاجرین د نومبر تر لومړۍ نیټې په خپله خوښه له پاکستانه ونه وځي، نو پولیس به یې د هیواد له ټولو ایالتونو څخه وباسي.
(2023 / 10 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا. ویاند ذبیح الله مجاهد له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند د منلو وړ نه بولي او له دغه هېواده یې غوښتي چې پر خپل پلان له سره غور وکړي.
مجاهد همدا راز نن (چهارشنبه د میزان ۱۲مه) په یوه پیغام کې لیکلي چې افغان اتباع د پاکستان په امنیتي ستونزو کې ښکیل نه دي.
د پاکستان د کورنیو چارو موقت وزیر سرفراز بګټي په دې وروستیو کې ویلي وو چې د روان کال له جنورۍ راهیسې په افغانستان کې ۲۴ ځانمرګي بریدونه شوي چې ۱۴ یې د افغانانو له خوا شوي دي.
په وروستۍ پرېکړه کې د پاکستان حکومت غیر قانوني کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې وخت ورکړی چې له هېواده ووځي.
اړوند موضوعات:
د پاکستان د کورنیو چارو موقت وزیر ویلي دي چې که دغه مهاجرین د نومبر تر لومړۍ نیټې په خپله خوښه له پاکستانه ونه وځي، نو پولیس به یې د هیواد له ټولو ایالتونو څخه وباسي.






