د پاکستان تحريک انصاف وياند د سپريم کورټ د عمل او پروسيجر ايکټ د اورېدنې د ټېلېکاسټ کولو د عمل هرکلے وکړو.

0
62

باغي ټي وي رپورټ

په يو بيان کې د پي ټي آئي وياند وئيلي دي چې د چيف جسټس د التوا مقدمو حل کولو تګلاره مثبت اثرات لري.

ده ووئيل هيله ده چې چيف جسټس به د آئين بحالۍ او د اولسي حقونو تحفظ لپاره خپل اختيارات استعمال كړي۔

ياده دې وي چې په سپريم کورټ کې دعمل او طرز عمل په ضد د درخواستونو اوريدنې فيصله شوې وه چې وروستو دغه اوريدنه د سپريم کورټ نمبر يو کورټ څخه حکومتي تلويزيون په ژوندۍ بڼه نشر کړې وه.

Leave a reply