په اسيايي لوبو کې د پاکستان د مډالونو هيلې له دې امله ماتې شوې چې د جيولين وهونکي ارشد ندیم د ټپي کېدو له امله له لوبو بهر شو.

باغي ټي وي رپورټ
ټاکل شوې وه چې ارشد ندیم سبا په اسيايي سياليو کې د پاکستان لپاره د مډال په تمه د جيولين وهلو په سياليو کې برخه واخلي.
خو د چیف ډي مشن پاکستان ایشین گیمز وینا ده چې ارشد ندیم د زنګون په زخم اخته دی، هانګزو ته له رسیدو وروسته یې د درد شکایت وکړ.
دوي وئيلي دي چي ارشد نديم د ورلډ چيمپيئن شپ نه پس په درد کښي وو نو د اکتوبر په دويمه نيټه ئي د هغه ايم آر آئي کړے وه چي پکښې د زخمي کيدو تصديق شو۔
د دغه ماموریت د مشر په وینا، ارشد ندیم د پاریس المپیک سیالیو ته د چمتووالي په پام کې نیولو سره له اسیايي لوبو څخه د وتلو پرېکړه کړې ده.






