پاکستان سفیرد افغان اولس په ستونزو د یو این ډي پی نماینده سره ټینګار کړې

0
102

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفیر منصوراحمد خان د ملګري ملتونو د نړیوال پرمختیایی پروژو ادارې یو این ډي پی نماینده سره لیدنه کړې، په دې ملاقات کښې د پاکستان سفیر د ملګري ملتونو نماینده سره په افغانستان کښې د ژمې راتلو سره د افغان اولس په ستونز او ددې ستونزو په هوارولو ټینګار کړې دې.

د پاکستان سفیر منصور احمد په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې د یو این ډي پی د افغانستان لپاره مرستیاله سورایوبیزوروکووا سره ی ولیدل او په افغانستان کښې د بشري مرستو په اړتیا او ددې مرستو افغان اولس ته د رسولو لپاره د لار او پلانونو جوړولو په اړه خبرې وشوې.
په ملاقات کښې په افغانستان کښې د ژمې د راتلو سره او د وچکالۍ له وجهې راپیښو شوو ستونزو او مشکلاتو په اړه خبرې وشوې او راپیښ شوي چیلنجونو سره د مقابله کولو او ددې ستونزو د هوارولو لپاره په پلانونو خبرې شوې چې د افغان اولس ته بشري مرستې په ښه توګه او زر ورسولې شي چې په افغانستان کښې د انسانی بحران مخه ونیول شي.
دا خبره د یادونې وړه ده چې په ۱۵ اګست چې کله د ټول افغانسان واک د امارت اسلامي افغانستان لاس ته راغلو نه د هغه ورځ نه د پاکستان سفارت خانه په کابل کښې نه ده تړل شوې او نن ی هم د افغان اولس لپاره آواز اوچت کړې چې په افغانستان کښې دې د انساني بحران مخه ونیول شي، د افغانستان اولس سره دې بشري مرستې وشي.
یاده دې وی چې پرون هم د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د لوري په یو بیان کښې د امریکا نه غوښتنه کړې وه چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دې آزادې کړې شي چې په افغانستان کښې د انسان بحران مخه ونیول شي. د قریشي ویلي وو چې په افغانستان کښې د ۴ لسیزو نه جنګ دا اولس ستړې کړې دې او وس دا اولس امن اوسولی غواړي، قریشي زیاته کړې وه چې په افغانستان کښې امن او ترقي ددې ټولې منطقې او سیمې لپاره د امن او ترقي ضمانت دې.

Leave a reply