د سندهـ ایالت په سانګر ولسوالۍ کې د ۹ ماشومانو پلار د ۱۱ ماشومانو له مور سره واده وکړ.

باغي ټي وي رپورټ
د رسنیو د راپورونو له مخې، ۴۷ کلنه راني بهل له ۱۱ ماشومانو سره د خپل پخواني مېړه له لوري له کوره ایستل شوې وه، چې وروسته ۴۵ کلن چیتن د هغې او د هغې د ماشومانو ملاتړ وکړ او په خپل کور کې یې پناه یوړه. ډیر ژر دا په مینه بدله شوه چې وروسته راني بهل او چیتن محکمې ته لاړ او واده یې وکړ.
د نوابشاه د جهول اوسېدونکې راني بهل او د چیتن په نوم د یوه سړي یوه ویډیو په رسنیو کې شریکه شوې، چې په کې دوی له واده وروسته په جام صاحب پریس کلب کې له لوړپوړو چارواکو څخه د ساتنې غوښتنه کړې ده.
دغه بوډا جوړه چې اوس په ټولیزه توګه شل ماشومان لري، د ساتنې او همدارنګه له دولتي ادارو څخه د مرستې په لټه کې دي.
پريس کلب جام صاحب کښې ميډيا سره خبرو کښې دې جوړې اوويل چې دوي په خپل هوش او رضايت سره واده کړې دې ولې اوس د راني پخواني خاوند رامون بهل او خپلوان ورته د مرګ ګواښونه کوي۔
له بلې خوا راني وايي، چې د هغې پخواني مېړه رامو پرې شکنجه کول او حتی له کوره یې ایستلې، چې اوس یې واده کړی دی، د ژوند دښمن دی.
هغه وويل، چې د رمزي او د هغه د خپلوانو د ويرې له امله د دربدر ژوند تېرولو ته اړ شوى دى.





