په انټربینک کچه د روپۍ په مقابل کې د ډالر د کمیدو لړۍ د نوې کاروباري اونۍ په لومړۍ ورځ هم دوام لري.

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د سټيټ بينک له مخې نن د کاروبار په پای کې د ډالر انټر بينک نرخ 286 روپۍ 76 پيسې دی.
نن په انټربینک کې د ډالر په نرخ کې ۹۸ پیسې کمې شوې دي. د سپټمبر له پنځمې تاریخي لوړې کچې څخه د ډالر بیه ۲۰ روپۍ او ۳۴ پېسې کمه شوې ده.
د ایکسچینج کمپنیز ایسوسی ایشن له مخې په ازاد بازار کې د ډالر بیه ۲۸۶ روپۍ ۵۰ پېسې ده، په ازاد بازار کې د ډالر بیه یو روپۍ ۵۰ پېسې کمه شوې ده.
د اوپن مارکيټ سرچينې وايي، د ډالر د ارزښت د پرله پسې کمښت له امله په ٢٨٣ کلدارو هم په بازار کې د ډالر پېرودونکي نشته، يواځې د ډالر پلورونکي شته، د ډالر په پېرلو د عمل وېره هم شته.






