پاکستان کې پر پولیسو برید؛ څلور تنه پکښې وژل شوي دي

پاکستان کې پر پولیسو برید؛ څلور تنه پکښې وژل شوي دي
د لکي مروت ښار پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن سې شنبه د اکتوبر ۲۷ مه د سهار په ساعتونو کې نامعلومو وسله والو د پولیسو پر موټر ډزې وکړې چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۴ تنو ژوند ژوند د لاسه ورکړی دی.
پولیسو ویلي دي چې د پولیسو پر موټر هله برید وشو چې پر ګزمې بوخت ول. برید د لکي مروت ښار په شپږ کیلومترۍ کې د موټرسایکل سپرو نامعلومو وسله والو لخوا شوی دی.
(2021 / 10 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د لکي مروت په ښار کې پر پولیسو برید شوی دی.
د لکي مروت ښار پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن سې شنبه د اکتوبر ۲۷ مه د سهار په ساعتونو کې نامعلومو وسله والو د پولیسو پر موټر ډزې وکړې چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۴ تنو ژوند ژوند د لاسه ورکړی دی.
پولیسو ویلي دي چې د پولیسو پر موټر هغه وخت برید وشو چې پر ګزمې بوخت ؤ. برید د لکي مروت ښار په شپږ کیلومترۍ کې د موټرسایکل سپرو نامعلومو وسله والو لخوا شوی دی.
د لکي مروت د ښار د پولیسو مشر شهزاد عمر خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا برید په لس بجو او ۴۵ دقیقو رامنځته شوی دی.
لۀ برید وروسته سمدلاسه وروسته پولیس سیمې ته ورسیدل او د پیښې د قربانیانو مړي نږدې روغتون ته انتقال شوي دي.
برید کوونکي د پیښې د ځایه په تیښته بریالي شوي دي. پولیسو د برید کوونکو د نیولو په خاطر پراخه د پلټنې عملیات پیل شوي دي.
پولیسو د پيښې د ځای نه ځینې شواهد راټول کړي دي چې د برید کوونکو د نیولو په تحقیقاتو کې به مرسته وکړي.






