حکومت د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د کمي اعلان کړے دے۔

0
46

باغي ټي وي رپورټ

د خزانې وزارت د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د کمي نوټيفيکيشن جاري کړے دے۔

د نوټيفيکيشن له مخې د پټرولو په نرخ کې 8 روپۍ في ليټره کمه شوې او د پټرولو نوې بيه 323 روپۍ 38 پيسې في ليټر ټاکل شوې ده.

د ډيزلو په بيو كښې 11 روپې في ليټر كمې شوې، د تيز رفتار ډيزلو نوې بيه 318 روپۍ 18 پېسې في ليټر كړې شوې۔

د مالیې وزارت وايي، په نړیوال بازار کې د نفتي توکو د بیو د راټیټیدو له امله دغه بیې راټیټې شوې دي.

د مالیې وزارت وايي، د کلدارې د ارزښت د ښه کېدو له امله د نفتي توکو د بیو د کمولو پرېکړه شوې ده.

سرچينې وائي په پټرول 60 روپۍ في ليټر اؤ په ډيزل 50 روپۍ في ليټر ليوي برقرار ساتل شوى دى.

Leave a reply