پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) چې د فیض آباد درنې کیس په اړه یې په سپریم کورټ کې د بیا کتنې درخواست جمع کړی، یو یو ټرن یې اخیستی او اوس یې د همدې پرېکړې د عملي کېدو غوښتنه کړې ده.

0
69

باغي ټي وی رپورټ

د پي ټي ائي وکيل شعيب شاهين د جيو نيوز په پروګرام کې له شاهزيب خانزاده سره د خبرو پر مهال وويل، چې دا پرېکړه د اساسي قانون او قانون مطابق ده، بايد عملي شي. که د دھرنا په قضیه کې د فیض حمید په ضد هم کاروايي کیږي نو باید وشي.

ده ووئيل د فيض آباد دھرنا نظرثاني په مقدمه كښې د پي ټي آئي وکيل علي ظفر ؤ په داسې حال كښې چې زه او د حامد خان ډلې د قاضي فيض عيسٰي د فېصلې په حق كښې وو۔ شعیب شاهین ویلي چې پي ټي ايي تېروتنې کړې دي چې موږ یې خپګان لرو.

د خپرونې له کوربه شاه زیب خانزاده پوښتنه وشوه چې ایا د بیا کتنې غوښتنه د چا په امر شوې وه؟ خو شعيب شاهين له ځواب ورکولو ډډه وکړه او ويې ويل چې جزئيات نه لري خو دا پرېکړه له اساسي قانون او قانون سره سمه ده، بايد عملي شي.

دې نه علاوه نیشنل پریس کلب اسلام آباد کښې پریس کانفرنس ته د وینا په مهال د پي ټي آئي وکیل شعیب شاهین اوویل چې په ملک کښې د بیان په ازادۍ محدودیتونه لګول کیږي او په عوامو کښې انساني حقونه تر پښو لاندې کیږي، د پی ټي آئي چیئرمېن مقبولیت مني خو تسلیمي نه مني. .

هغه وويل اشتهاري مجرم لندن کې ناست دى خو ويناوې يې هم نشريږي، بل لوري ته دپي ټي ائي دچيئرمين تصوير هم نۀ دى نشر شوى، موجوده صورتحال دعدليې قتل دى.

هغه وويل دپوښتنې ځواب په ټوله نړۍ کې غوښتل کيږي خو په پاکستان کې سوالګر غوښتل کيږي. د تحریک انصاف د بریا له وېرې ټاکنې نه کېږي.

شعیب شاهین وویل چې بنګله دیش هم د پخوانیو قاضیانو او مارشل لا ایڈمنسټرانو په سزا ورکولو سره پرمختګ کړی دی.

Leave a reply