د سندهـ د صحت وزیر ډاکټر سعد خالد نیاز د شکارپور په سول هسپتال کې د خپلې مور د علاج دپاره راغلې نجلۍ سره د جنسي تیري د پیښې په اړه د میډیکل سپرنټنډنټ (ایم ایس) نه رپورټ غوښتی دی

باغي ټي وی رپورټ
د عامې روغتیا ریاست د ویاند په وینا، قرباني شوې نجلۍ تېره ورځ له خپلې مور سره روغتون ته راغلې وه، چې مور یې د معدې د ناروغۍ له امله بستر شوې وه.
د وياند په وينا، د روغتون انتظاميې سمدستي اقدام وکړ او هلک يې د شپې ناوخته وروسته له هغې ونيولو، چې نجلۍ شور وکړ.
د شکارپور د ملکي روغتون ایم ایس وايي چې د جنسي تیري په تور تورن هلک له روغتون سره هیڅ تړاو نه لري.
هغه زياته کړه، چې د روغتون ادارې د جنسي تېري شوې نجلۍ نمونې اخيستي او لابراتوار ته يې لېږلي او هلک پوليسو ته سپارلى دى.






