حساس ادارو په پي اي سي ايچ سوسائټي کښي کاروائي کړي ده او د ګاډي درآمد کونکي کور نه ئي په زياته اندازه پاکستاني او غيرملکي کرنسۍ برآمد کړي دي۔

0
202

باغي ټي وی رپورټ

د چارواکو په وینا دغه عملیات د سپټمبر په ۲۶مه شپه په پي ای سی ایچ ایس کې د سوداګر عزیز سکه په کور ترسره شوي چې په ترڅ کې یې ۲۳ زره ډالر، د ۲۶ میلیونو نه زیاتې پاکستانۍ کرنسۍ، د ۵ لاکه ۴۹ زره روپو په ارزښت پرائز بانډونه نیول شوي دي. او دوه موبايلونه هم ترلاسه شوي دي.

چارواکو وئيلي دي چې نيولې شوې ټولې پيسې او موبائيل فونونه د ايف آئي اے کرائم سرکل ته منتقل کړې شوي دي او د ملزمانو خلاف ايف آئي اے پوليس سټيشن کښې مقدمه درج کړې شوې ده۔

د چارواکو په وینا، عزیز سکه د وارداتي موټرو سوداګري کوي، چې کور یې تر څارنې وروسته چاپه ووهله.

Leave a reply