د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت په مشرۍ د صنعت او صنعتکارانو څخه د ملاتړ غونډه ترسره شوی.

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت په مشرۍ د صنعت او صنعتکارانو څخه د ملاتړ غونډه ترسره شوی.
27 سپتمبر چهارشنبه 2023
د ریاستالوزراء عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اقتصادي معاونیت د مقام په مشرۍ د مالیې، کورنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو، د استخباراتو لوی ریاست او خصوصي سکټور په غړیتوب له صنعت او صنعتکارانو څخه د ملاتړ په موخه ځانګړې غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې پرېکړه وشوه چې د افغانستان د صنعت او معدن خونه به کورني تولیدات د رسمي لیک له لارې د تعرفې کمېټې ته ور معرفي کوي. د استخباراتو لوی ریاست، د خوړو او درملو او نورم او سټنډرډ ادارو په غړیتوب به د تعرفې کمېټه د معرفي شویو کورنیو تولیداتو د کیفیت، کمیت او قېمت له تثبیت وروسته د ځان بسیاینې په اندازه پر دغو وارداتي اموالو تعرفه لوړوي او راپور به یې د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت ته ورکوي.
همدارنګه په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د ۹/۶/۱۴۴۴ نېټې د ۱۹مې ګڼې مصوبې مطابق ټولې امارتي ادارې دې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ په موخه په خپلو خریداریو او تدارکاتي پروسو کې کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي، که څه هم کیفیت یې د بهرنیو تولیداتو او محصولاتو په پرتله له لس تر پنځلس سلنې ټیټ وي.
اړوند موضوعات
معاون سیاسی ریاست الوزرا به شماری از نمایندگان تاجران، صرافان و صنعتکاران دیدار نمود.
په غونډه کې امارتي ادارې مکلفې وبلل شوې څو د ټولو کورنیو تولیداتو او محصولاتو لېستونه له ځان سره ولري او د دې لېستونو مطابق دې د تدارکاتو او خریداریو په وخت کې کوټېشن پاڼې اخلي.






