انٹیلی جنس بیورو د فیض آباد درنې نظرثانی کیس کښې سپریم کورټ کښې دائر کړې شوې نظر ثانی درخواست واپس اخستو فیصله کړې ده.
باغي ټي وي رپورټ
د استخباراتو د ادارې مرستیال د فیض آباد درنې بیا کتنې په قضیه کې په سترې محکمې کې جلا درخواست جمع کړ.
د ډپټي ډائريکټر په متفرق درخواست کښې وئيلي شوي دي چې استخباراتي اداره د پريکړې خلاف نظرثاني واپس کول غواړي نو متفرقه درخواست ته دې د نظرثاني درخواست واپس اخستلو اجازت ورکړے شي۔
بل لوري ته دشيخ رشيد وکيل دفيض اباد دھرنې نظرثانۍ کېس اوريدنه ځنډولو درخواست جمع کړى دى.
درخواست کې وئيل شوي چې شيخ رشيد تر حراست لاندې دى اؤ ورسره تماس نۀ دى نيول شوى، دهغه وکيل امان الله کنراني اوس دقانون صوبائي وزير شوى دى نو ځکه هغه دصوبائي قانون وزير په توگه دفيض اباد دھرنا ريويو کېس کې حاضر نۀ شي.
درخواست کې غوښتنه شوې چې عدالت دې د مقدمې اورېدنه وځنډوي.
ياده دي وي چي د فيض آباد دھرني کيس سماعت به په 28م ستمبر سپريم کورټ کښي کيږي۔