د پيپلز پارټۍ سينئر مشر او پخواني وفاقي وزير خورشيد شاه خپل ټوپونه د مسلم ليګ (ن) د مشر نواز شريف په لور اړولي دي.

باغي ټي وي رپورټ
په يو بيان كښې خورشيد شاه ووئيل چې د ميثاق ډيموكراسۍ نه پس هم ميان صاحب د معاهدې ډېره سرغړونه كړې۔
هغه وویل چې مونږ له (ن) لیګ څخه د یو برابر لوبې کولو غوښتنه کوو ځکه چې د دوی ۷ لوړ پوړي او فعال غړي په بیوروکراسي کې دي، هرڅوک حق لري چې له هر چا سره یو ځای شي.
خورشيد شاه وويل دا مهال پرمختيايي سکيمونه يواځې په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې روان دي، دا ډېره زياته خبره ده چې د نگران حکومت په راتلو سره په سندهـ کې پرمختيايي کارونه بند کړل شوي دي.






