د لوړو زده کړو کمېشن (ایچ ای سي) د سندهـ ټولو پوهنتونونو ته گرانټونه جاري کړي دي.

باغي ټي وي رپورټ
د سندهـ د لوړو زده کړو کمېشن ترمخه د سندهـ ټول پوهنتونونو ته د 4 ارب 39 کروړه روپو نه زياتې گرانټ جاري کړی شوي دي، دغه گرانټ د مالي کال 23-24 په دوهمه ربعه کې جاري کړی شوی وو.
ایچ ای سي سنده وايي د سندهـ یونیورسټۍ ته ۴۳ کروړه، د کراچۍ یونیورسټۍ ته ۵۱ کروړه، جناح سندهـ میډیکل پوهنتون ته ۱۹ کروړه روپۍ جاري شوي دي.
د دې نه علاوه داو يونيورسټۍ ته 89 كروړه، داوود يونيورسټۍ ته 27 كروړه او NED ته 28 كروړه روپۍ جاري كړې شوې دي۔
تيره ورځ د سندهـ نګران وزيراعلي جسټس ريټائرډ مقبول باقر د صوبې د 9 حکومتي يونيورسټيو لخوا د تيرو اتو کالو راهسې د سينيټ اجلاس نه رابللو باندي خفګان څرګند کړے او د سينيټ اجلاس ئي رابللو ئي هدايت کړے دے۔
ده د يونيورسټيو او بورډونو څانګې او د سندهـ د لوړو زده كړو كمېسيون ته هم لارښوونه وكړه چې د ټولو دولتي پوهنتونونو د پنشن فنډ دې جوړ كړي او ريټايرډ شوي ملازمانو ته دې په وخت د پنشن وركولو لپاره آډټ وكړي۔






