متحده قومي موومنټ پاکستان د عامو انتخاباتو لپاره تياريانې پېل کړي، د کراچۍ په مري پور سيمه کې يې د انتخابي دفتر پرانسته کړې ده.
باغي ټي وي رپورټ
د انتخابي دفتر د پرانستې په موقع د ایم کیو ایم مشر خالد مقبول صدیقي وویل، چې ایم کیو ایم تباه کوونکې خپل ځان تباه کوي، مونږ ټول په ګډه غواړو.
هغه وويل څوک چې په پاکستان کې ٧٥ کاله حکومت کوي دخلکو سره هيڅ تعلق نۀ لري، په ټاکنو کې به داسې کسان مخې ته راوړي چې دپاکستان دردونه يې ليدلي وي.
په دې موقع سيد مصطفی کمال وويل کله چې هغه ښاروال ؤ نو دخدمت لپاره به يې دشپې ويښ پاتې کيدو، نن کراچۍ په لمړيو څلورو بدو ښارونو کې شامل دى.