د خيرپور پوليس د لس کلنې ماشومې فاطمې د وژنې په مقدمه کښې نامزد ملزم پير فياض شاه نيولې او نامعلومه ځاے ته يې منتقل کړې دې۔

0
137

باغي ټي وي رپورټ

د خيرپور پوليس ترمخه پير فياض شاه د پير اسد شاه له حويلي نه د خبري کانفرنس نه وروسته د وتلو په مهال نيول شوی دی.

له نيول کېدو وړاندې خبري غونډې ته په وينا کې پير فياض شاه وويل، فاطمه يوه هوښياره او شريفه نجلۍ وه، د هغې پر مړينه ډېر د افسوس خبره ده، د هغې خپلوان د سياستوالو په الفاظو تورونه پورې کوي، د راني پور درګاه سياسي هدف ګرځول کېږي.

ده د آئي جي سندھ او نورو ادارو نه د دې معاملې شفاف تحقيقات كولو غوښتنه وكړه۔

په پير فياض شاه تور دی چې د فاطمې مور او پلار دغه نجلۍ د کار لپاره په خپل کور کې ساتلې وه، خو فياض شاه د هغې په کور کې د ساتلو پر ځای خپله لور حنا شاه ته وسپارله، په فياض شاه هم تور دی چې تورنه حنا شاه يې وتښتوله. .

پير فياض شاه دوه ورځې وړاندې د سندهـ هائي کورټ حيدراباد بينچ څخه عبوري ضمانت اخستى ؤ، په دې مقدمه کې د پير فياض شاه زوم پير اسد شاه لا دمخه نيول شوى او يو سهولتکار هم د پوليسو په توقيف کې دى.

د پير فياض شاه لور او د اسد شاه ميرمن حنا شاه فرار دي او سندهـ هائي کورټ د هغې د عبوري ضمانت په اړه فيصله محفوظ کړې ده.

Leave a reply