د ملګرو ملتونو په نننۍ غونډه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کېږي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق ویلي چې دا ناسته به نن د نیویارک پر وخت شاوخوا درې بجې پيل شي. دا غونډه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ لخوا، په ملګرو ملتونو کې د مالټا، سوېلي افریقا او ډومینیکا جمهوریت له دایمي استازولیو سره په همغږۍ کې رابلل شوې ده.
په دې ناسته کې به د بشري حقونو د بېلابېلو ډلو او بنسټونو استازي ګډون ولري. ویل شوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی ریچارډ بېنټ او د بشري حقونو د څار سازمان مرستیاله هیدربار په دغه ناسته کې ګډون وکړي.
(2023 / 9 / 22 نېټه باغي ټلویزیون )
بشپړ راپور
په پام کې ده چې نن د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې په افغانستان کې له جنسیتي تبعیض سره د مبارزې تر عنوان لاندې د افغان ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړه شي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق ویلي چې دا ناسته به نن د نیویارک پر وخت شاوخوا درې بجې پيل شي. دا غونډه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ لخوا، په ملګرو ملتونو کې د مالټا، سوېلي افریقا او ډومینیکا جمهوریت له دایمي استازولیو سره په همغږۍ کې رابلل شوې ده.
اړوند موضوعات:
نگران وزیراعظم انوارالحق کاکړ به نن د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته وینا کوي.