باغی ټي وي رپورټ
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې د ګډون په څنډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ستر سلاکار ډیریک شولې او د هغه د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره جلا جلا کتنې وکړې.
د خارجه چارو وزير جليل عباس جيلاني دواړو مشرانو سره د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو خبرې اترې وكړې۔
سرپرست خارجه وزير د اروپائي اتحاديې دبهرنيو چارو او سلامتي پاليسۍ لپاره دجمهوررئيس دجمهوررئيس سره هم ليدنه کړې ده، په دغه ليدنه کې دپاکستان اؤ اروپائي اتحاديې ترمينځ په دوه اړخيزه اړيکو خبرې اترې شوي دي.
جلیل عباس جیلاني په نیویارک کې د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه او د متقابل اعتماد او باور جوړونې په کنفرانس کې هم ګډون وکړ.










Leave a Reply