د پي ټي ائي چيئرمېن عمران خان مېرمن بشرې بي بي د اېف آئي اے د ادعا شوې آډيو ليک مسلې په اړه د تحقيقاتو په ضد يو بل درخواست جمع کړے دے۔

0
94

باغی ټي وي رپورټ

بشرا بي بي د وکيل لطيف کهوسه په ذريعه اسلام اباد هائي کورټ کې يو بل درخواست جمع کړی چې پکې ويل شوي چې اصلي مقدمه لا دمخه په دغه عدالت کې اورېدنه روانه ده او عدالت په ۱۸م ستمبر ايف آئي اے ته د قانون مطابق د کارروايۍ امر وکړو.

درخواست کښې زياته کړې شوې ده چې اصلي مقدمه اوس په 30 اکتوبر د اورېدنې لپاره ټاکلې شوې ده ولې د مقدمې د التوا باوجود ايف آئي اے په 19 ستمبر د سمن نوټس جاري کړے دے۔

بشری بي بي په خپل درخواست کښې استدعا کړې وه چې که ايف آئي اے کارروائي جاري ساتي نو دا به د درخواست کونکي حق متاثره کړي نو ځکه چې مقدمه پرينډه ده نو عدالت دې د ايف آئي اے نوټس معطل کړي۔

Leave a reply