په ارګ کښې د اسلامی امارت د وزیرانو غونډه

0
156

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د ریس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ کښې د کابل په ارګ کښې د وزیرانو یو مهمه غونډه تابیا شوې وه، په دې غونډه کښې په افغانستان کښې د هغه شرکتونو په ستونزو خبرې وشوې د کومو چې په بیلابیلو بانکونو کښې پیسې بندې دي.

د افغانستان باختر خبري آژانس په ویب پانړه خپور یو راپور مطابق په دې مهمه غونډه کښې د افغانستان په موجوده اقتصادي حالت ټینګار وشو او په هیواد کښې به هغه پرمختیایی پروژو خبرې وشوې چې ددوی چارې لا مکمل شوي نه دي.
په دې اهم غونډه کښې د نشه یي توکو او روږدو کسانو د ستونزې په هوارولو هم ټینګار وشو او د بهرنیو مرستو مدیریت، د دیني عالمانو د اسنادو ارزیابي او د رتبو تثبیت په اړه ډیر ګټورې خبرې او پریکړې وشوې.
د وزیرانو غونډه په داسې وخت کښې شوې چې نن په دوحه قطر کښې د اسلامی امارت پلاوی د چین وزیر خارجه سره هم کتلي دي او ډیرې ګټورې خبرې شوي دي، د چین حکومت امارت اسلامی ته ډاډ ورکړې چې د افغانستان د پرمختګ او د افغانستان د ګټو لپاره به کار وکړي.
………………………………………..


………………………………………….

Leave a reply