منصور: د امو دریا په سیمه کې له هیچا سره تړون نه لرو
منصور: د امو دریا په سیمه کې له هیچا سره تړون نه لرو
عبداللطیف منصور وویل: “خو هغه کسان چې اندېښنه څرګندوي او وايي چې د تړون پر بنسټ باید تړونونه وشي، افغانستان د اوبو په اړه له هیچا سره تړون نه لري او موږ په دې برخه کې له هیچا سره کوم تعهد او تړون نه دی کړی.
کله چې د تړون څخه سرغړونه کیږي، نو اندیښنه څرګندیږي. د امو سیند په اوسني وضعیت کې له هیچا سره تړون نه لرو.
(2023 / 9 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اسلامي امارت وايي، افغانستان د امو سیند په حوزه کې له هېڅ هېواد سره تړون نه لري او د اوبو له زېرمو ګټه اخیستل د افغانستان حق دی.
د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر عبداللطیف منصور وايي، سرپرست حکومت د امو سیند د اوبو په اړه د ګاونډیو هېوادونو د اندېښنو د حل لپاره خبرو ته چمتو دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ازبکستان ولسمشر درې ورځې وړاندې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د غوشتپې کانال د پروژې د جوړېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
اړوند موضوعات: