د مسلم ليګ (ن) مشر جاويد لطيف وئيلي دي چې د 2014ء نه تر 2017ء او 9م مئ په کردار کې عامو وګړو ته سزا ورکول انصاف نه دى او نور يواځې پريښودل شي، قوم غوښتنه کوي چې د انصاف رېټائرډ بنديال دې هم احتساب وشي.
باغی ټي وي رپورټ
لندن کې له نوازشريف سره تر ليدنې وروسته ميډيا سره خبرو کې نوموړي وويل هغه ټول کردارونه چې نوازشريف يې له حکومته غورځولى دى په ډاګه شوى دى او اعتراف يې هم کړى دى، د ٢٠١٧م کال کردارونه به افشا کول پکار دي اؤ دپيښې لپاره دې يو کميشن جوړ کړل شي. دا موخه.
جاوېد لطيف وويل چې د يوې ادارې د ځان احتساب نه پس بايد د بلې ادارې هم احتساب وشي، کنه نو ولسي خلک به يې کوي.
ده ووئيل چې نوازشريف د اکتوبر په 21مه نېټه پاكستان ته راځي٬ مونږ غواړو چې زمونږ د جلسې نه خلك خفه نه شي۔
جاوېد لطيف وويل په اکتوبر کې د ودونو موسم دی، دوی نه غواړي چې څوک ګډوډ کړي، څوک چې د نواز شريف ليدلو ته لېواله دي بايد د غونډې ځای ته ورشي.