یوه اووه کلنه ماشومه چې دوه ورځې وړاندې د ګوجرانواله له جهنګي سیمې تښتول شوې وه وژل شوې ده.

0
81

باغی ټي وي رپورټ

د نوموړي په وينا، د شکايت له ترلاسه کولو وروسته پوليسو اقدام وکړ، چې په ترڅ کې يې پوليسو تورن کسان ونيول.

پولیس وايي، د نجلۍ د وژلو تورن کس د هغې تره و، چې له جنسي تېري وروسته یې پر وژلو اعتراف کړی دی.

د پوليس ترمخه ملزم د سي سي ټي وي فوټيج په مرسته نيولے شوے وو، ملزم دغه ماشومه خپل د سکريپ ګودام ته بوتله چرته چې ئي په ماشومه جنسي تيري او وژلے دے۔

پوليس زياتوي چي د جرم پټولو لپاره ملزمانو مړے په بوجئ کښي اچولے او د سيوريج په نالي کښي ئي اچولي وو او نن سحر به ئي د نالي نه د ماشومي جسد راويستلو عمليات شروع کړي۔

Leave a reply