د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر د سوداګرو سره د ملاقاتونو او د پانګونې د اسانتیاوو د ځانګړې شورا (SIFC) له جوړېدو وروسته په پاکستان کې د ۷۰ میلین ډالرو بهرنۍ پانګونې تمه کېږي.

0
59

باغی ټي وي رپورټ

د سوداګرې طبقې دغه امکان د هېواد لپاره مثبت او د خوښۍ وړ وباله او ویې ویل، چې د پوځ له مشر سره د سوداګرو له ناستې او د پانګونې د اسانتیاوو د ځانګړې شورا له جوړېدو وروسته به ډېر ژر په پاکستان کې د ۷۰ میلیارد ډالرو بهرنۍ پانګونې تمه وشي. اقتصاد به په لاره واچول شي.

د سوداګرو ټولنه وايي، د ډالرو په څېر دې د برېښنا او پټروليم د بيو د راټيټولو لپاره ژر تر ژره اقدام وشي.

د سوداګرۍ خونه وايي، د پانګونې د اسانتیاوو د ځانګړې شورا تر چتر لاندې په پراخه کچه بهرنۍ پانګونه به نه یوازې په هېواد کې میلیونونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي، بلکې د بهرنیو اسعارو زیرمې به هم زیاتې کړي.

Leave a reply