په سمنګان کښې دهقانانو سره مرستې وشوې

0
172

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د سمنګان ولایت نه داسې راپور خپور شوې دې چې په دې ولایت کښې یو شمیر دهقانانو سره د ذراعت او مالدارۍ په میدان کښې مرستې شوي دي، ددې ځای دهقانانو د اسلامی امارت دا مرستې په ښو ټکو کښې ستایلي دي.

د باختر خبري آژانس یو راپور مطابق په سمنګان کښې د موسسه پک په همکارۍ او د المان په مالي مرسته ۴۰۰ نه زیات دهقانانو سره د ذراعت او مالداری وسایل ورکړې شول چې له وجهې به ی ددې دهقانانو کار او روزګار نوره هم وده وکړې شي او د ذراعت او مالدارۍ په میدان کښې به ددوی خاندانونو او نور افغان اولس ته ډیره ګټه په لاس راشي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان نوي حکومت چارواکي په بیانونوکښې وایی چې دوی غواړي چې د افغان اولس خدمت وکړي او دوی لپاره د ژوند اسانیتاوي او سهولتونه برابر کړي، د نوي حکومت مشرانو د اولس نه غوښتنه کوی چې دوی دې د نوي حکومت ملاتړ وکړي او هغه ګروپونو او کسانو سره د نه یو ځای کیږي چې غواړي دې هیواد او اولس کښې بې اتفاقي پیدا کړي.

Leave a reply