په سندهـ کې د ملاريا پېښې مخ په زياتېدو دي.
باغی ټي وي رپورټ
د صوبې د صحت محکمې وياند ترمخه په سندهـ کې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د ملاريا ۵۸۶ کيسونه رپورټ شوي خو په کراچۍ کې تر دې مهاله د ملاريا کومه پيښه نه ده ثبت شوې .
د صحت محکمي ترمخه د ملاريا ۲۸۷ کيسونه په حيدراباد ډويژن کې، ۱۴۳ په لاڑکانہ کې، ۹۸ ميرپورخاص او ۵۸ په شهيد بېنظير اباد کې رپورټ شوي دي.
د وياند ترمخه په کراچۍ کې سږ کال د ملاريا دوه زره 242 کېسونه رپورټ شوي او په سندهـ کې تر 3 لکو زيات کسان د ملاريا نه متاثره شوي دي، په ټوله صوبه کې سږ کال د ملاريا دوه کسان مړه شوي دي.
د صحت محکمې وياند ترمخه د ملاريا له وجې مړه شوي کسان د حيدراباد او ميرپورخاص ډويژنونو سره تعلق لري.