چین به د افغانستان په داخلي چارو کښې لاس وهنه و نه کړي: وانګ

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیرمولوی امیر خان متقي ته د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ باور ورکړې دې چې د چین هیواد په د افغانستان د ګټي په بنسټ کار وکړي.
د چین د بهرنیو چارووزیر په دوحه قطر کښې د اسلامی امارت پلاوی ته باور ورکړې دې چې د چین هیواد په دافغانستان په داخلي چارو کښې لاس وهنه و نه کړي او د دواړو هیوادونو د ګټې لپاره به مثبت رول ولوبوي.
وانګ د افغانستان حکومتی چارواکو ته باور ورکړې چې د چین هیواد د افغانستان امنیت او خپلواکۍ ته درناوي لري او چین به داسې یو ګام پورته نه کړي چې د افغانستان ته امن او ترقۍ لپاره دا هیواد خطر سره مخ شي.
یاده دې وی چې د چین هیواد په دې منطقه کښې ډیرې ګټې لري، چین غواړي چې د سي پیک په مدد سره خپل هیواد د پاکستان او بیا هم داسې افغانستان هم د سي پیک په مدد سره وتړلي چې خپل تجارت ته وده ورکړی او خپل د صادراتو توکي ،پاکستان، افغانستان او هم په دې لار باندې منځنې ایشیا ته ورسوي.
دا خبره هم د یادونې ده چې سي پیک لار د چین لپاره یوه اهمه تجارتي پروژه ده ، په دې لاره چې ډیره کمه فاصله لري ، چین به وکولې شي چې خپل صادراتی توکي په لنډه لار پاکستان، افغانستان او بیا منځني ایشیا ته ورسوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن په قطر کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره لیدلي.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو په ډیپلوماتیکي اړیکو، دوه اړخیزې سوداګرۍ، له افغانستان سره د چین بشري مرستې، افغان زدهکوونکو ته په چین کې د لوړو زدهکړو د زمینې برابرولو۱/۳ pic.twitter.com/wPAzEq8Uvf— RTA Pashto (@rtapashto) October 26, 2021






