د موسمياتو محکمه وائي چې په ختيځ سندهـ کې د مون سون سيسټم د داخلېدو له وجې په کراچۍ کې د ستمبر له 18مې نيټې نه تر 20مې نيټې پورې د معتدل شدت سره د باران امکان شته.

باغی ټي وي رپورټ
د موسمياتو محکمي ترمخه نن په ښار کښي د کم نه کمه تودوخه 27.5 درجو سينټي ګريډ ريکارډ کړے شوي ده او زياته ئي د حرارت درجه د 33 نه تر 35 درجو پوري پورته کيدو امکان ده۔
د هوا پېژندنې اداره وايي، په هوا کې د رطوبت کچه ۷۵ سلنه ده په داسې حال کې چې بادونه په ساعت کې له ۱۸ تر ۲۷ کیلومترو په سرعت له جنوب او لوېدیځ څخه روان دي.
د موسمياتو محکمې ترمخه نن په کراچۍ، حيدراباد، سکر، نوابشاه، تهرپارکر، مٺي، عمرکوټ، ميرپورخاص، تخته، بدين او سجاول کې د باران امکان دی.
بل اړخ ته د موسمياتو محکمي د تندوباګو، تلهار، ګولارچي او بدين پشمول قبائيلي سيمو کښي د باران وريدو هم وړاندوينه کړي ده۔
د موسمياتو محکمه وائي چې په پنجاب، اسلام آباد، خېبرپښتونخوا او ختيز بلوچستان کښې هم د باران امکان دے.
په بلوچستان کې د ګرمۍ، سړې هوا او په ځينو ځايونو کې د تيزو بارانونو لړۍ روانه ده، په سبي کې د تودوخې اعظمي حد 42 او په زيارت کې لږ تر لږه د حرارت درجه 11.2 درجې وه.
د قدرتي افتونو د انتظام صوبايي ادارې (PDMA) په بلوچستان کې د تیزو بادونو او سختو بارانونو په اړه خبرداری جاري کړی او نن شپه په شمال ختیځ او جنوبي بلوچستان کې د تیزو بادونو او سختو بارانونو امکان دی.
د پي ډي ايم اے ترمخه په موساد خيل، بارکان، شيراني، ډيره بګټي او دهنسر کښې تيز باران ريکارډ کړے شو، په ديره بګټي کښې د طوفاني باران له وجې د نواب بازار د ګڼ شمير دوکانونو د بامونو سره سائن بورډونه هم غورځيدلي دي۔





