پيښور کښي د بجلئ غلا په ضد د پوليس کاروائيو رپورټ جاري کړے شوے دے۔

0
50

باغی ټي وي رپورټ

د بجلئ چور خلاف د پوليس لخوا جاري شوي رپورټ ترمخه په پنځلس ورځو کښي د بجلئ چورانو په ضد ٢٦٢ ايف آئي آر درج کړے شوي او د بجلئ غلا کښي ککړ ٥٤ کسان هم نيولي شوي دي۔

د راپور له مخې، د برېښنا د غلا په تړاو ۲۶۹ شکایتونه رسېدلي او ۳۳۲ د برېښنا په غلا کې ښکېل کسان پېژندل شوي دي.

د پوليس رپورټ ترمخه د بجلي غلا تر ټولو زيات ايف آئي آر په کينټ ډويژن کښي 63، سټي ډويژن کښي 35، فقير آباد ډويژن کښي 21، صدر ډويژن کښي 49، ورسک ډويژن کښي 45 او رورل ډويژن کښي 47 ايف آئي آر درج شوي دي۔

ياده دي وي چي په ټول ملک کښي د بجلئ غلو په ضد پراخه عمليات روان دي چي تر دي دمه ئي په سل ګونو غير قانوني کنکشنونه پري کړي دي۔

Leave a reply