د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د چاودنې په اړه د امریکا نورې څیړنې

د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د چاودنې په اړه د امریکا نورې څیړنې
د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال مایکل ای کوریلا ویلي، مرکه به د دې لپاره ترسره شي چې د نویو معلوماتو له افشا کېدو وروسته لازم اقدامات وشي.
د وژل شویو امریکايي پوځیانو او ټپیانو ځینو کورنیو شکایت کړی چې د هغه چاودنې په اړه چې ۱۷۰ افغان اتباع او ۱۳ امریکايي سمندري پوځیان په کې ووژل شول، د پنټاګون تحقیقات شفاف نه دي.
(2023 / 9 / 16 تاریخ تلویزیون باغی)
راپور
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶ د کابل په هوايي ډګر کې د شوې چاودنې په اړه د لا زیاتو څېړنو امر کړی دی. په نوې څېړنه کې به له هغو ۲۲ سرتېرو سره مرکې وشي چې د ځانمرګي برید پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې موجود وو.
اسوشیېټډ پرېس خبر ورکړی، چې د دې برید د څېړلو پرېکړه وروسته له هغه شوې، چې د مرکز سینټکام یوه سرتېري چې د کابل پر هوايي ډګر په برید کې ټپي شوی و، په یوه مرکه کې وویل، چې د دې برید په اړه ورسره هېڅکله مرکه نه ده شوې.
د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال مایکل ای کوریلا ویلي، مرکه به د دې لپاره ترسره شي چې د نویو معلوماتو له افشا کېدو وروسته لازم اقدامات وشي.
خبرهای مرتبط به این:
د کابل هوايي ډګر دروازه کې د نننۍ چاودنې له امله ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د وژل شویو امریکايي پوځیانو او ټپیانو ځینو کورنیو شکایت کړی چې د هغه چاودنې په اړه چې ۱۷۰ افغان اتباع او ۱۳ امریکايي سمندري پوځیان په کې ووژل شول، د پنټاګون تحقیقات شفاف نه دي.






