د خزانې پخواني وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي چې که چرې د نيب ترميمي قانون نه واي نو عدالت به هغه په ​​ميرټ بري کړي وو ځکه چې استغاثه د ده په ضد هيڅ ثبوت نه شي وړاندې کولې۔

0
94

باغي ټی وی رپورټ

جيو نيوز سره په ژنيو کې په خصوصي خبرو کې نوموړي وويل چې عدالت دهغه خلاف مقدمه نيب ته نه ده لېږلې بلکې بنده کړې ده.

سينيټر اسحاق ډار وويل واجد ضياء پخپل مقدمه کې ليکلي وؤ چې داسحاق ډار په ضد هيڅ ثبوت نۀ دى ترلاسه شوى، استغاثه دهغه په ​​ضد تورونه ثابت نۀ کړل.

هغه وويل دا د ريکارډ برخه ده، د هغه ټولې اثاثې ايف بي آر او اليکشن کميشن سره اعلان شوې دي.

ياده دي وي چي تيره ورځ سپريم کورټ د نيب ترميم په ضد د پي ټي آئي چيرمين درخواست قابل سماعت او د نيب ترميمي 10 شقونو نه 9 شقونه کالعدم ګرځولي وو۔

د پاکستان چيف جسټس عمر عطا بنديال د خپلې دورې په اخري ورځ د دې مقدمې فيصله اورولې وه.

عدالتي فيصلې کښې وئيلي شوي دي چې د نيب ترميم خلاف درخواست قابل سماعت کړے شوے دے، د نيب دائره کار نه د 500 ملينو پورې د ريفرنس خارجولو شق کالعدم ګرځولے شوے دے ولي د سروس په ضد د ريفرنس دائرولو شقونه کالعدم ګرځولے شي۔ د پاکستان ساتل کیږي.

عدالت په خپله فيصله کې وئيلي دي چې په حکومتي عهدو د ناستو ټولو کسانو مقدمې بحال کړل شوي دي ، د عوامي عهدو د ريفرنس ختمولو په اړه د نيب ترميمونه کالعدم ګرځول شوي ، د نيب د سيکشن 10 او سيکشن 14 لمړۍ ترميم دې . تعدیلونه باطل او باطل دي

عدالت د 50 کروړه روپو د حد نه کم بند شوي ټول مقدمې بحال کړې او عدالت ویلي ټول بند شوي انکوائري، کېسونه دې بحال کړل شي، ټول مقدمې دې په نیب عدالتونو او احتساب عدالتونو کې بحال کړل شي.

د سپريم کورټ د درې کسيزه بنچ غړي جسټس منصور علي شاه د دې پرېکړې سره اختلاف ښودلی دی.

Leave a reply