د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر طلال چوهدري وئيلي دي چې دا هم بايد وکتل شي چې يو څو متنازع ججان د پارليمنټ لخوا د جوړ شوي قانون په اړه د خپلې خوښې بېنچ په جوړولو سره د پارليمان سپکاوی کوي او کنه.

0
166

باغي ټی وی رپورټ

نن د جيو نيوز پروګرام کښې شاهزيب خانزاده سره د خبرو په وخت هغه وويل چې له اوو کالو راهيسي ثاقب نثار او د هغه ملګري يو شان فيصلې کوي. که د نېب قانون بحال شو نو د دې بار به پاکستان تحریک انصاف په غاړه وي.

د مسلم ليګ (ن) مشر زياته کړه چې چيف جسټس بنديال تيره ورځ هم متنازع فيصله ورکړې وه، مسلم ليګ ن د نن ورځې فيصلې پروا نه لري.

ده ووئيل زمونږ يو غړي ته د نيب قانون لاندې سزا نه ده وركړې شوې، مونږ غواړو چې د 50 زره روپو احتساب هم وشي۔

ياده دي وي چي سپريم کورټ د نيب ترميم په ضد د پي ټي آئي چيئرمين درخواست قابل سماعت ګرځولي او د نيب ترميمي 10 ترميمونو نه 9 ئي کالعدم ګرځولي دي۔

د پاکستان چيف جسټس عمر عطا بنديال د خپلې دورې په اخري ورځ د دې مقدمې فيصله اورولې وه.

عدالتي فيصلې کښې وئيلي شوي دي چې د نيب ترميم خلاف درخواست قابل سماعت کړے شوے دے، د نيب دائره کار نه د 500 ملينو پورې د ريفرنس خارجولو شق کالعدم ګرځولے شوے دے ولي د سروس په ضد د ريفرنس دائرولو شقونه کالعدم ګرځولے شي۔ د پاکستان ساتل کیږي.

عدالت په خپله فيصله کې وئيلي دي چې په حکومتي عهدو د ناستو ټولو کسانو مقدمې بحال کړل شوي دي ، د عوامي عهدو د ريفرنس ختمولو په اړه د نيب ترميمونه کالعدم ګرځول شوي ، د نيب د سيکشن 10 او سيکشن 14 لمړۍ ترميم دې . تعدیلونه باطل او باطل دي

عدالت د 50 کروړه روپو د حد نه کم بند شوي ټول مقدمې بحال کړې او عدالت ویلي ټول بند شوي انکوائري، کېسونه دې بحال کړل شي، ټول مقدمې دې په نیب عدالتونو او احتساب عدالتونو کې بحال کړل شي.

د سپريم کورټ د درې کسيزه بنچ غړي جسټس منصور علي شاه د دې پرېکړې سره اختلاف ښودلی دی.

Leave a reply