د مسلم ليګ (ن) مشر خواجه سعد رفيق د بلاول بهټو د نوم له اخستلو پرته ځواب ورکړى او ويلي يې دي چې د پخواني حکومت د متحدينو لعنتونه او طعنې انتخاباتي سټنټونه دي.
باغي ټی وی رپورټ
په سوشل ميډيا جاري شوي خپل بيان كښې خواجه سعد رفيق وئيلي دي چې د طاقتور سياسي اشرافيه په اخيستو د يوې صوبې كنټرول كول څه قسمه عوامي سياست دے؟
هغه وويل په سندهـ کې مسلم ليګ (ن)، ايم کيو ايم، جے يو آئي اؤ نور گوندونه په گډه انتخابات کولی شي.
د خپل پوسټ په پای کې ، هغه لیکلي چې تر دې دمه ټاټا ، الوداع ، CU ډیر ژر.
ياده دې وي چې بلاول بهټو زرداري په لاهور کې د پيپلز پارټۍ د مرکزي ايګزيکټيو کميټۍ (سي ای سي) تر غونډې وروسته يو مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې يو ځل بيا په پاکستان مسلم ليګ نون د نوم له اخېستو پرته نيوکې وکړې.
ده ووئيل هيڅوک دې دا غلط فكر نه كوي چې پيپلز ګوند ځان تر يوې صوبې پورې محدود ګڼي، پنجاب هغه صوبه ده كومه چې پيپلز پارټۍ پيدا شوې ده، په كال 2013 كښې ليفټننټ جنرال (ر) پاشا، پخواني چيف جسټس افتخار چوهدري او يو سياسي ګوند سره سازش وكړو۔ د آر او ټاكنې يې وكړې او پيپلز پارټۍ يې له پنجابه وشړله، وروسته يې پخپله هم له پنجاب څخه د پيپلز ګوند د وتلو غم وخوړ.
بلاول وويل چې د يو متحد په اړه ويل شوي چې په مشکل کې پښې ږدي، کله چې په مشکل کې نه وي نو ستوني يې نيولي دي، دا ټوکه ده.