سپريم کورټ د نېب ترميم په ضد د پي ټي آئي چيئرمېن درخواست قابل سماعت ګرځولې او د نيب ترميمي 10 ترميمونو نه 9 يې کالعدم ګرځولې دي.

0
142

باغي ټی وی رپورټ

د پاکستان چيف جسټس عمر عطا بنديال د خپلې دورې په اخري ورځ د دې مقدمې فيصله اورولې وه.

چیف جسټس عمر عطا بندیال وویل میرمنو او ښاغلو دوه په یوه اکثریت پریکړه کوي.

د سپريم کورټ د درې کسيزه بنچ غړي جسټس منصور علي شاه د دې پرېکړې سره اختلاف ښودلی دی.

قضایی پریکړه
عدالتي فيصلې کښې وئيلي شوي دي چې د نيب ترميم خلاف درخواست قابل سماعت کړے شوے دے، د نيب دائره کار نه د 500 ملينو پورې د ريفرنس خارجولو شق کالعدم ګرځولے شوے دے ولي د سروس په ضد د ريفرنس دائرولو شقونه کالعدم ګرځولے شي۔ د پاکستان ساتل کیږي.

محکمې ټولې هغه قضیې بیا پیل کړې چې د 50 کروړه روپیو حد څخه کمې پای ته رسیدلي

عدالت په خپله فيصله کې وئيلي دي چې په حکومتي عهدو د ناستو ټولو کسانو مقدمې بحال کړل شوي دي ، د عوامي عهدو د ريفرنس ختمولو په اړه د نيب ترميمونه کالعدم ګرځول شوي ، د نيب د سيکشن 10 او سيکشن 14 لمړۍ ترميم دې . تعدیلونه باطل او باطل دي

عدالت د 50 کروړه روپو د حد نه کم بند شوي ټول مقدمې بحال کړې او عدالت ویلي ټول بند شوي انکوائري، کېسونه دې بحال کړل شي، ټول مقدمې دې په نیب عدالتونو او احتساب عدالتونو کې بحال کړل شي.

نېب ته امر وكړو چې ټول ريكارډ دې په ۷ ورځو كښې اړوندو عدالتونو ته ولېږي

سپريم کورټ د نېب ترمېنځه د 10 نه 9 ترميمونه کالعدم ګرځولې دي او عدالت نيب ته امر کړې دې چې ټول ريکارډ دې په 7 ورځو کښې متعلقه عدالتونو ته واستوي۔

عدالت وئيلي دي چې دپلي بارګين په اړه دنيب ترميمونه ناقص دي، داحتساب عدالتونو دنيب ترميم په رڼا کې ورکړل شوي حکمونه باطل اعلان کړل شوي دي.

عدالت په خپله فيصله کې وئيلي دي چې د نېب د ترميم له وجې د عوامي مفادو په آئين کې درج شوي حقونه متاثره شوي دي، د نيب ترميم له مخې بندې شوې ټول تحقيقات او انکوائري دې بحال کړل شي.

د نیب د چیئرمېن څلور کلنه دوره هم بحال شوې ده

سپريم کورټ په خپله فيصله کښې د نيب ترميمي شق هم کالعدم ګرځولې دې د نيب ترميمي بل 2022 کښې د نيب چيئرمين ټاکلو اختيار قومي اسمبلۍ او سينيټ ته ورکړے شوے دے۔

د دې نه علاوه د سپريم کورټ د فيصلې نه پس د نيب چيئرمېن 4 کلنه موده هم بحال کړې شوې ده، د نيب ترمېنځه د نېب د چيئرمېن موده 3 کاله کمه کړې شوې ده۔

ياده دې وي چې د پي ټي اېم حکومت په نېب کې بدلونونه راوستي وو چې په اړه يې د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د نېب د ترميم په ضد درخواست جمع کړی وو.
سپريم کورټ د پي ټي آئي چيرمين عمران خان په درخواست باندي 53 اوريدنه کړي ده۔

د پاکستان د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې درې کسيز بينچ د سپټمبر په پنځمه د دې کېس فيصله محفوظه کړې وه او په دې لړ کې جسټس عمر عطا بنديال وويل چې د ريټائرمنټ نه وړاندې به د دې مهم مقدمې فيصله کوي.

د سپريم کورټ درې کسيزه بنچ کې چيف جسټس آف پاکستان جسټس اعجازالاحسن او جسټس منصور علي شاه شامل دي.

ياده دي وي چي پارليمنټ د نيب ايټ سيکشن 2، 4، 5، 6، 25 او 26 ترميم کړي وو، د نيب ايټ سيکشن 14، 15، 21 او 23 نه علاوه د نېب ايکټ سيکشن 2، 4، 5، 6، 25 او 26 ترميم کړي وو.

Leave a reply