د ترهګرۍ ضد محکمې د جوډيشل کمپلکس ورانولو کېس کې د پاکستان تحريک انصاف صدر چوهدري پروېز الهي د ضمانت درخواست منظور کړی دی.

0
172

باغي ټی وی رپورټ

د جوډيشل کمپلکس ورانولو کېس کې د چوهدري پروېز الهي د ضمانت درخواست اورېدنه په اې ټي سي عدالت کې وشوه چې پکې د پراسيکيوټر راجه نويد، د پروېز الهي وکيل بابر اعوان او سردار عبدالرزاق د اې ټي سي جج ابوالحسنات ذوالقرنين عدالت کې حاضر شول.

بلخوا استغاثه راجه نويد دريځ خپل کړى چې د پروېز الهي خلاف د مقدمې ريکارډ به څه موده وروستو مخې ته راځي چې په دې اړه قاضي ابوالحسنات ذوالقرنين ريمارکس ورکړى چې دا طريقه سمه نه ده، د عدالت ساعتونه پيل شوي او ريکارډ نه دى رسېدلى.

وکيل سردار عبدالرازق وويل دپروېز الهي نوم د ايف آئي آر درج کولو شپږ مياشتې وروستو اضافه شو، د نامزد ملزمان اسد عمر، پي ټي آئي چيئرمېن او نورو کسانو ضمانتونه منظور کړل شوي دي، د پرويز الهي ضمانت دې وشي.

استغاثې د جوډيشل کمپلکس ورانولو په مقدمه کې د چوهدري پروېز الهي د ضمانت د درخواست مخالفت کړی او ويلي يې دي چې د کومو مادو لاندې ايف آئي آر درج کړی شوی دی هغه د ضمانت وړ نه دی. څارنوال راجا نوید وویل چې پرویز الهي د یوه مخبر د معلوماتو پر اساس نیول شوی دی.

وکيل بابر اعوان وويل په ايف آئي آر کې دپروېز الهي نوم نۀ دى اخستى شوى، دپروېز الهي نه په درې ورځني جسماني ريمانډ کې څه ترلاسه شوي دي، دهغه نيول د شک په اساس شوى دى.

قاضي ابوالحسنات ذوالقرنين په علني محکمه کې دا فيصله ليکلې او ويلي يې دي چې پروېز الهي د جوډيشل کمپلکس د ورانکارۍ په مقدمه کې نوم نه دی اخيستل شوی، په درې ورځني جسماني ريمانډ کې هم ترې څه نه دي ترلاسه شوي، نو ځکه يې ضمانت منظور شوی دی.

د ترهګرۍ ضد عدالت جج ابوالحسنات ذوالقرنین د پرویز الهي د ضمانت درخواست منظور کړی او هغه ته یې د شل زره روپو د مچلکو جمع کولو امر کړی دی.

Leave a reply