سوډان؛ قهرېدلي لاریون کوونکي، کودتاه چیانو پرې ډزې کړې دي

سوډان؛ قهرېدلي لاریون کوونکي، کودتاه چیانو پرې ډزې کړې دي
دوی همدا راز لاریون کوونکو ته خبرداری ورکړی چې خپلو کورونو ته ستانه شي کنه د پوځ له جدي غبرګون سره به مخ شي.
د لاریون کوونکو مشران بیا وایي چې دوی د پوځي کودتا د بریالي کېدو اجازه نه ورکوي او له خلکو یې غوښتي چې پر خپل دريځ ودرېږي.
(2021 / 10 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په سوډان کې د پوځ کودتا د خلکو له جدي غبرګون سره مخ شوې او پراخ لاریونونه روان دي، د راپورونو له مخې د سوډان پلازمینه خرطوم له سختو نارامیو سره مخ دی او لاریون کوونکي له پوځ غواړي چې لومړی وزیر ازاد کړي او خپله کودتا ختمه کړي.
اړوند موضوعات:
سوډان کې پوځي کودتا رامنځته شوې ده
بلخوا پوځیانو پر لاریون کوونکو ډزې کړې دي چې له امله یې درې کسه وژل شوي دي.