صدر عارف علوي د قانون له نگران وزیر احمد عرفان سره ملاقات کړی چې پکښې ملک کښې د عامو انتخاباتو د نیټې په اړه خبرې اترې شوي دي.

باغي ټی وی رپورټ
د قانون وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد د عامو ټاکنو په اړه په غونډه کې د څلورو ولایتونو د قانون د څار وزیرانو ګډون کړی و.
د قانون د وزارت د وياند له مخې په غونډه كښې د پنجاب نګران قانون وزير کنور دلشاد، د سندهـ نګران قانون وزير محمد عمر سومرو، د خېبر پښتونخوا نګران قانون وزير ارشد حسېن شاه او د بلوچستان نګران قانون وزير امان الله كونراني ګډون وكړو۔
وياند ووئيل چې په غونډه كښې د آزادو، منصفانه او شفافو ټاكنو د یقیني كولو لپاره د حكومت عزم څرګند كړے شو او وې وئيل چې د آئين شكل په ټوليزه توګه نه بلكې د اساسي قانون په مجموعه كښې ليدل كېږي۔
د قانون وزارت وياند وايي، چې په ټول هېواد کې بايد د ملي او ولايتي شوراګانو ټاکنې په يوه ورځ ترسره شي، د ټاکنو کمېسيون د پاکو او رڼو ټاکنو مسووليت لري.
د قانون وزارت په وینا، د ټاکنو کمېسیون یو خپلواک اساسي بنسټ دی، ټول بنسټونه باید د ټاکنیزو حوزو په ټاکلو او د ټاکنو د مهالوېش په ټاکلو کې د ټاکنو کمېسیون واکونو ته درناوی وکړي.
بل لوري ته سرچينې وائي چې نگران قانون وزير احمد عرفان صدر عارف علوي سره ليدنه کړې چې پکې هيواد کې د عامو انتخاباتو په نيټه خبرې اترې شوي دي.
د سرچينو له مخې دقانون نگران وزير احمد عرفان صدر ته دانتخاباتو نيټې په اړه دقانون نگران وزيرانو دريځ وړاندې کړى.






