د سيکرټ ايکټ عدالت د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان په جوډيشل ريمانډ کښې د غدارۍ مقدمه کښې نوره اضافه کړې ده.

0
165

باغی ټی وی رپورټ

د پي ټي آئي چيئرمېن خلاف د سيفرې مقدمې اورېدنه په اٹک جيل کښې شوې ده، د خاص عدالت جج ابوالحسنات ذوالقرنين د 14 ورځو جوډيشل ريمانډ پوره کولو نه پس د عمران خان خلاف د آفيشل سيکرېټ ايکټ لاندې د سيفرې مقدمې اورېدنه وکړه۔

قاضي ابو الحسنات ذوالقرنين د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن په جوډيشل ريمانډ کښې د سپتمبر تر 26مې نيټې پورې توسیع کړې ده۔

د عمران خان خلاف د مقدمې اورېدنې سمدستي وروستو د خصوصي عدالت جج ابوالحسنات ذوالقرنين اسلام آباد ته روان شو چرته چې هغه د پي ټي آئي وائس چيئرمين شاه محمود قريشي خلاف د مقدمې اورېدنه هم وکړه۔

ياده دي وي چي عمران خان او شاه محمود قريشي د سيفر غائب کيس کښي ګرفتار دي۔

Leave a reply