د فساد ضد ادارې د پي ټي ائي صدر او د پنجاب پخواني وزيراعلي پروېز الهي خلاف بله مقدمه درج کولو فيصله کړې ده.

باغی ټی وی رپورټ
د کرپشن ضد چارواکو وینا ده چې د پرویز الهي خلاف به ماسټر پلان 2050 کې د بے ضابطګۍ او کرپشن په تور مقدمه درج کیږي.
چارواکي وايي په ماسټر پلان کې د قصور زمکه په غیرقانوني ډول نسواره شوې، د پي ټي ايي صدر خلاف به د کرپشن په ضد د لاهور ریجن اے کې مقدمه درج کیږي.
له اداري فساد سره د مبارزې چارواکي وايي، د کوتل رای ابوبکر ځمکه د پروېز الهي د زوی ملکیت دی.
چارواکي وائي چيئرمېن ايل ډي اے د مونس الهي په امر د زمکې جعلي نقشه لاسليک کړې چې په پنځمه مرحله کښې د ماسټر پلان غيرقانوني منظوري له بهرنۍ کمپنۍ سره شوې ده.





