د پاکستان د پیپلز ګوند او مسلم لیګ (ن) مشران وايي، موقت ولسمشر عارف علوي د ټاکنو د نېټې د ټاکلو واک نه لري.
باغی ټي وی رپورټ
د (ن)لیګ او پیپلز ګوند چې د انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه یې بېلابېل دریځونه درلودل، د جیو نیوز په خپرونه کې په یوه ژبه شول.
په خپرونه کې خرم دستګیر او قمر زمان کائره وویل چې که ولسمشر تاریخ ورکړي هیواد به نور هم بحراني شي.
له بلې خوا سرچینې وايي چې ولسمشر عارف علوي احتمال لري چې هر وخت د ټاکنو نیټه اعلان کړي.
سرچينې زياته کړې، چې ولسمشر د قانون له وزير سره په کتنه کې د ټاکنو د نېټې پر اعلان هم خبرې کړې دي.
د ولسي جرګې د سرچینو د معلوماتو له مخې، د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نیټې د ورکولو په اړه دا تاثر ناسم دی، چې د انتخاباتو په اړه د جمهوري ریاست له مقام سره سلا مشورې روانې دي.