ټاکل شوې چې په مری کې له سلو کلونو راهیسې پروت یو ښوونځی ړنګ او پر ځای یې قضایی کمپلیکس جوړ شی.

0
155

باغي ټي وي رپورټ

سرچينې وائي چې په جهيکه کوڅه کې قائم د١٠٠ؤ کالو څخه زيات زوړ سکول ړنگولو احکامات جاري کړل شوي، دښوونځي په زمکه به جوډيشل کمپلکس جوړولى شي، په دې لړ کې دپنجاب حکومت لخوا هم احکامات جاري کړل شوي دي.

دسرچينو ترمخه دلاهور هائيکورټ چيف جسټس امر کړى ؤ چې دښوونځي ځمکه دې په ٧ ورځو کې عدليې ته سپارلې شي، دلاهور هائيکورټ چيف جسټس څه موده وړاندې صوبائي حکومت ته هدايات ورکړي وؤ.

سرچينې وائي چې دپنجاب حکومت د چيف جسټس په احکاماتو عمل درآمد شروع کړى دى، په ايم سي هائي سکول جهيکه ګلي مري کې دا مهال د٢٠٠ؤ څخه تر٢٥٠ؤ پورې زده کوونکي زده کړې کوي.

Leave a reply