د سندهـ هائي کورټ د بلديه سانحي کيس کې د اپيلونو په اړه ليکلي حکم جاري کړی چې پکې وئيل شوي دي چې د کارخانې د سوځولو فيصله د ايم کيو ايم د قيادت له منظورۍ پرته نه ده شوې.

0
99

د سندهـ هائي کورټ په ليکلي فيصله کې وئيلي دي چې د بلديه سانحي کيس کې ډيره غير معياري او غلطه پلټنه مخې ته راغلې ده او پوليس هم د زورزياتي کولو نه ډډه کوي.

د محکمې په پرېکړه کې ويل شوي، چې د اور لګېدنې د علت معلومولو لپاره د څېړنو کمېسيون د کارپوهانو له خوا د کيمياوي تجزيې له ترسره کولو هم ډډه کړې، د دغه ډول پېښو د مخنيوي لپاره يې کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي.

د عدالت د پرېکړې له مخې د رضوان قرېشي جي آئي ټي درې کاله پس سنده هائي کورټ ته وړاندې شو، که دا رپورټ نه واي مخې ته به اصل مجرمان تښتېدلي وو، پوليس هم د حقايقو مخې ته سمې پلټنې نه کوي. پولیس په دې تور له خپل مسؤلیت څخه سرټکوي

محکمې په خپله پریکړه کې ویلي چې د کراچۍ د ټولو فابریکو مالکان دې د اور وژنې اړوند ایس او پیز عملي کړي

د عدالت په فيصله کې وئيل شوي چې د کراچۍ د تنظيمي رابطه کميټۍ د غړو سره ملاقاتونه د ايم کيو ايم مرکزي دفتر نائن زيرو باندې دوام لري ، د دې امکان نشته چې د کارخانې د سوځولو فيصله د ايم کيو ايم د مشرتابه له منظورۍ پرته شوې وي ، خو د دې مهم نظر نه دی غورځول شوی . زاویه

محکمې ويلي حماد صديقي يو اشتهاري مجرم دی او د لسو کالو راهسې بهر ملک دی او بيرته نه دی راوستل شوی .

عدالت د حماد صديقي واپس ملک ته د راوستلو په اړه د ګامونو رپورټ طلب کړی دی.

عدالت د کورنو سيکرټري او آئي جي ته د رپورټ سره د حاضريدو امر کړی او وئيلي ئي دي چي چارواکي دي په 18م ستمبر پخپله حاضر شي او يا دي د سينئر افسرانو په ذريعه راپور ورکړي۔

عدالت د سندهـ حکومت ته د ټولو کارخانو د معاينې امر هم کړی دی.

Leave a reply